د بغلان ولایت ځایي مسوولین په دې ولایت کې د سترو سېلابونو د راوتلو خبر ورکوي.
د بغلان طبیعي پېښو ته د رسېدو د رییس هدایت الله همدرد په قول، دا سېلابونه یې ډېر په برکه، نهرین او مرکزي بغلان ولسوالیو کې بهېدلي دي.
ویل کیږي چې بغلان کې ننیو سېلابونو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی او ګڼې کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړي دي.
بل پلو، د هوا پېژندنې ادارې پرون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د درنو اورښتونو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی و