د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د سیلابځپلو هېوادوالوسره د اسلامي امارت د خواخوږۍ پیغام شریک کړ.
په یاد پیغام کې افغان حکومت شهیدانو ته د جنت الفردوس، ټپيانو ته بېړنۍ روغتیا او زیانمنو ته د نعم البدل غوښتنه کړې ده.
په پیغام کې وړاندې پېښو سره د مبارزې، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او همدا راز د ولایتونو مسوولینو ته لارښونه شوې چې د خلکو د ژغورنې او خوندیتوب په پار لاس په کار شي.
د ویلو ده چې د نن جمعې سېلابونو هېوادوالو ته د بغلان ترڅنګ هرات، غور، بغلان، بدخشان، بادغېس او نورو ولایتونو کې د سرومال درانه زیانونه اړولي دي