ډېر لوستل شوي

ملاجان سایق: ژغورونکې ډلې زیانمنو سیمو ته رسېدلي

دافغانستان  په مرکزي او شمالي ولایتونو کې سېلابونو ګڼ مالي او زیانونه اړولي دي.

دا سېلابونه یې ډېری په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې راوتي چې درانه زیانونه یې تر شا پرېښي دي. باختر د بغلان د طبيعي پېښو پر وږاندې د مبارزې د رییس مولوي هدایت الله همدردر له قوله لیکلي چې په دې ولایت کې له سېلابونو تر ۵۰ زیات مړه شوي دي.

له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي بي سي ته ویلي و چې د بغلان په یوازې یوه ولسوالۍ کې تر ۶۰ زیات کسان مړه او تر ۱۰۰ زیات ژوبل دي.

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اېکس پیغام کې، د پېښو پر وړاندې د مبارزې، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ځايي چارواکو ته امر شوی، چې د سېلاب ځپلو مرستې ته ورشي او ممکنه امکانات پر کار واچوي.

د بغلان ځایي  او د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مسوولینو ویلي چې ژغورونکې ډلې زیانمنو سیمو ته رسېدلي او له کلابندو هېوادوالو سره یې مرسته کړې ده. د یادونې وړ ده چې د نوي کال له پيله سېلابونو د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سرومال درانه زیانونه اړولي دي.

اړوند خبرونه