ډېر لوستل شوي

افغان ځواکونو سېلاب کې ایسار هېوادوال ژغورلي دي

د ۲۱۷ عمري قول اردو منسوبینو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو شمېر هېوادوال له سېلابونو ژغورلي دي.

 ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوندو ارګانونو ته یې دنده سپارلې چې سېلابونو کې د ایسارو هېوادوالو د خوندیتوب په پار هڅې زیاتې کړي.

د ملي دفاع وزارت په قول، د ۲۱۷ عمري قول اردو د انجنيري کنډک او حمایوي پرسونل په بشپړ ډول چمتو او په زیانمنو سیمو کې پر چوپړ بوخت دي. د بغلان ځایي  او د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مسوولینو هم ویلي چې ژغورونکې ډلې زیانمنو سیمو ته رسېدلي او له کلابندو هېوادوالو سره یې مرسته کړې ده.

اړوند خبرونه