د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون شپه(شنبه، غوایي ۲۲مه) بغلان ته تللی او د یاد ولایت له ځایي مسوولینو سره یې کتلي دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان ولایتي مسوولینو، د ژغورنې ټیمونو او مرستندویه ادارو له استازو سره د بغلان ولایت په مقام کې وکتل.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په بغلان ولایت کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د ټپیانو بېړنۍ درملنې، د خوراکي توکو او لنډمهالو مېشتغالو جوړولو په اړه ولایتي مسوولینو ته لارښوونې کړي دي.
ملا برادر آخند تېره شپه بغلان ولایت ته له رسېدو سره سم له سیمه ییزو مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون له لوري د ژغورنې، روغتیا او ټپیانو د درملنې، د بېړنیو خوراکي توکو رسولو، سرپناه برابرولو، د مرستو جلب او جذب او همدارنګه د تکفین او تدفین په موخه جوړو شوو کمېټو پر خپل فعالیت پیل کړی دی.