ډېر لوستل شوي

د جاپان سفیر: هېواد مو د افغان حکومت لاسته راوړنې درک کوي

حافظ ضیااحمدتکل نن(دوشنبه، غوایي ۲۴مه) په خپلې رسمي اېکسپاڼې د جاپان له سفیر تاکويوشي کورمایا سره د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.
ښاغلي تکل لیکلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او جاپان پر دوو اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه د جاپان د بشري مرستو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې شوي دي.
مولوي امیرخان متقي ویلي چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې پراخه شوي او د افغان حکومت په تړاو د سیمې د هېوادونو د درک د کچې په زیاتېدو سره یې تعامل هم ښه شوی دی.
د جاپان سفیر وویل، چې هېواد یې د افغان حکومت لاسته‌راوړنې درک کوي، په همدې وجه یې کابل کې سفارت پرانیستی، تر څو له افغان حکومت سره له نږدې کار وکړي او ځمکني واقعیتونه خپل حکومت او ولس ته منعکس کړي.
ښاغلي تاکویوشي کورمایا په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په پایله کې د رامنځته شویو زیانونو ‎په اړه د ډاډګېرنې مراتب څرګند کړي دي.
د جاپان سفیر د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت ګډون مهم وباله. د نوموړي په اند د افغان حکومت له هوکړې پرته د ځانګړي استازي ټاکنه واقعبینانه نه ده.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دوحې ناستې په اړه یې رایه مثبته ده خو د ځانګړي استازي ټاکنې ته اړتیا نه ویني

اړوند خبرونه