د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد نن(دوشنبه، غوایي ۲۴مه) په خپل اېکس د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د لیدنې خبر ورکړی دی.
ښاغلي مجاهد په خپل اېکس لیکلي چې اردوغان افغانستان کې د اوسني امنیت پر ټینګښت خوښي ښودلې ده. شیخ ثاقب له ترکیې هېواده ددې غونډې د جوړېدو په پار مننه وکړه. د ارشاد، حج او اوقاقو وزیر وړاندې ویلي: افغانستان د ترکیې له ورور هېواد سره ښې او پرمخ تللي اړیکې غواړي او له تاسو تمه کیږي چې د اسلامي امت د ستونزو په هواري کې مهم رول ولوبوئ.
د یادونې وړ ده چې د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر شیخ نورمحمد ثاقب په ملتیا څو ورځې وړاندې یو لوړی پلاوی استانبول کې د اسلامي نړۍ د علماوو د مشورتي غونډې په پار ترکیې ته تللی و.