دفاع وزارت نن(دوشنبه، غوایي ۲۳مه) په خپل اېکس د هوايي او مدافعه هوايي ځواک په قوماندانۍ کې له ۶۰۰ تنو څخه د کانکور د ازموینې خبر ورکړی دی.
د لومړي پړاو دغه ازموینه د ازموینې ملي ادارې له لوري د ملي دفاع وزارت اړوند د هوایي او مدافعه هوایي ځواک قوماندانۍ په هوایي مدافعې پوهنتون کې واخیستل شوه.
له دغې ازموینې به ۳۰۰ تنه دویم او له یادو کسانو به ۱۲۰ تنه هوایي مدافعې پوهنتون ته جذب شي. د ازموینې ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني د دې ازموینې د روڼتیا په اړه پوره ډاډ څرګند کړی.