ډېر لوستل شوي

هند د چابهار د پراختیا او فعالیت لس کلن تړون لاسلیک کړ

هندي چارواکو ویلي چې له ایراني لوري سره یې د چابهار بندر د  کنټرول، فعالیت او پراختیا اړوند یو اوږدمهالی تړون لاسلیک کړی دی.

هندي چارواکو ددغه تړون په باره کې ویلي چې د منځني ختیځ له یوه ستراتیژیک هېواد(ایران) سره یې اړیکې پیاوړې او د تېر په پرتله یې ورسره اقتصادي راکړې ورکړې هم پراختیا موندلې ده.

دغه اوږدمهاله تړون د هند پورټس ګلوبل لمیټډ او د ایران د بندر او سمندري سازمان ترمنځ لاسلیک شو.

ویل کیږي چې یاد هندي شرکت په ۲۰۱۸ کې هم ددې بندر چارې په غاړه اخیستې وې او له هغه وخت شاوخوا ۹۰ زره کانتینرونه له دې بندره انتقال شوي. چابهار بندر د ایران په سویل ختیځ ساحل کې پروت دی چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته پرې سوداګریز مالونه لېږدول کیږي.

اړوند خبرونه