د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په بنسټ اته دولتي ادارې د وزارتونو په تشکیلاتو کې مدغم شوي دي. د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم له هغو ۱۹ دولتي بنسټونو څخه چې ښایي په وزارتونو کې مدغمې شي، اوسمهال یې اته ادارې د وزارتونو تشکیل کې ځای شوې.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد امید راډیو ته د اتو ادارو د مدغمېدو خبر منلی دی.
ښاغلي مجاهد ویلي چې دا کار د تشکیلاتي پړسوب، د زیاتو لګښتونو د مخنیوي او د ادارو د یوه صلاحیت لاندې د راتللو په پار شوی دی.
ددغو اتو ادارو له ډلې: د تفتیش عالي اداره د احکامو او فرمانونو د څارنې او تعقیب له ریاست سره، د افغانستان طبي عالي شورا د عامې روغتیا له وزارت، د خوړو او درملو ملي اداره د عامې روغتیا له وزارت، د وسپنې پټلۍ اداره د ټولګټو له وزارت سره، د تېلو او ګازو مرکزي او ولایتي ازمایښتونو او تشکیلاتو اداره د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معینیت سره، د خوراکي توکو مرکزي او ولایتي ازمایښتونو او تشکیلاتو اداره د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معینیت، د حرفه يي زدهکړو ادارې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره او د المپیک ملي کمېټه د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست سره مدغم شوې ده.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د وزارتونو کارکوونکي دې دمګړۍ په خپلو بستونو کار وکړي. تر دې دمخه د اسلامي امارت په تشکیل کې ۱۹ ادارې موجودې وې خو د اتو ادارو تر ادغام وروسته د اسلامي امارت په تشکیل کې ۱۱ ادارې او ۲۷ وزارتونه پاتې شوي.