ډېر لوستل شوي

کابل ته د ‏عالیقدر امیرالمؤمنین راتګ، د یو سيمينار ګډونوالو او لوړپوړو چارواکو ته یې وینا وکړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله کابل ته په راتګ سره د پنجشنبې په ورځ د غويي ٢٧ نېټه د کورنیو چارو وزارت له لوري یو جوړ شوي سیمینار ته وینا وکړه.

د یوې باوري سرچینې د معلوماتو له مخې، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، لوړپوړو چارواکو مسؤلینو او د سیمینار ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړي؛ وحدت، تقوا، ترحم او د ولس خدمت ته یې راوبلل. دغه راز یې د قول او عمل پر یووالي، د بیت المال سره پر احتیاط او د بې ځایه لګښتونو پر مخنیوي ټینګار وکړ.

دغه څلور ورځنی سیمینار د کورنیو چارو وزارت له لوري د ۳۴ولایتونو والیانو او امنیه قومندانانو لپاره د چارو د ښه والي او سمون په موخه جوړ شوی وو چې پنجشنبه یې وروستۍ ورځ وه.

د یادونې وړ ده، چې وړم کال هم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، د لويې جرګې په تالار کې د علماوو یوې سترې غونډې ته هراړخيزه وینا کړې وه.

اړوند خبرونه