ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر ملګرو ملتونو استازو ته؛ د بشري مرستو ترڅنګ پراختیایي برخو کې مرستې چټکې کړئ

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان په مقام کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له مسولینو سره کتلي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن (جمعه، غوایي ۲۸مه) په خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی دی.
ښاغلي برادر په دې کتنه کې ویلي چې په بغلان کې د اوښتو زیانونو کچه لوړه ده او د ملګرو ملتونو مسوولین باید د بغلان د سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو سربېره په پراختیایي برخو کې هم خپلې مرستې چټکې کړي.
ملا برادر وړاندې ویلي چې وروستیو سېلابونو د استوګنو کورونو ترڅنګ بغلان کې ۱۹ روغتونونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ پلچکونه، لسګونه د اوبو لوی او کوچني کانالونه او همدا راز ۶۰ کيلومتره سړک ویجاړ کړی چې اساسي بیارغونې ته اړتیا لري.
افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو د ادارو استازو د بغلان له سېلاب ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ته يې پر بشري مرستو سربېره په پراختیایي برخو کې هم د مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو نړيوالو مرستندويه ادارو غږ کړی، چې په دغه سخت حالت کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
بل خوا اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې د نړۍ له هېوادونو او بېلابېلو بنسټونو له افغانانو سره د خواخوږۍ په پار مننه کړې ده

اړوند خبرونه