ډېر لوستل شوي

ملا هدایت الله بدري: د نړیوالو له لوري د افغانستان پر بانکي سکتور بندیزونو د هېواد پر مالي ثبات منفي اغېز کړی

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې سره ولیدل
د افغانستان بانک سرپرست رئیس ملا هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې روزماري دیکارلو سره د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې لیدلي او د افغانستان د اقتصادي وضعیت، مالي او بانکي سکتور په اړه یې ور سره خبرې کړي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ملا هدایت الله بدري د هېواد پر ټولیز اقتصادي وضعیت رڼا اچولې او په مالي او بانکي برخو کې یې د لاسته راوړنو، ننګونو او حل لارو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي بدري ویلي چې د نړیوالو هېوادونو له لوري د افغانستان پر بانکي سکتور بندیزونو د هېواد پر مالي ثبات منفي اغېز کړی او ډېر زیان یې خلکو ته رسېدلی دی، دې چارې د خلکو د پېر ځواک کمزوری کړی او د دې بندیزونو له امله د نړیوالو مالي او بانکي سیستمونو سره د افغانستان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ شوی دی.
ښاغلي بدري له نړیوالو بندیزونو څخه د افغانستان د بانکي سکتور خلاصون د بشر حق یاد کړی او دا یې د ټولو افغانانو غوښتنه وبلله.
ښاغلي بدري د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې کوچني مالي تمویلات د ټولنې په اقتصادي ودې، دندو پیدا کولو او زیات شمېر نورو برخو کې مرسته کوي، مونږ هیله لرو چې نړیوال بنسټونه به دې برخې ته پام وکړي او په دې وسیله به د افغانستان په اقتصادي رغښت او د بشر د حقوقو په اداینه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.
د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیالې آغلې روزماري دیکارلو هم په خپل وار سره له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ژمنه کړې ده. نوموړې په اقتصادي وده کې بانکي سکتور د ارزښت وړ یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې د مالي شمولیت پراختیا، د کوچنیو پورونو ورکړه، د اسلامي تمویلاتو په برخه کې د نړیوالو هېوادونو له تجربې ګټه اخیستل او د خصوصي سکتور پیاوړتیا ډېر مهم موارد دي چې ګډ کار ته اړتیا لري.
د یادونې وړ ده چې په دې لیدنه کې ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې سربېره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا، مل پلاوي او د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو هم برخه اخیستې وه

اړوند خبرونه