ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت په دغه سخت حالت کې د ایران تر څنګ ولاړ دی

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په خپل اېکس د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي حسین امیرعبداللهیان او یو شمېر نورو ملو چارواکو د الوتکې د سقوط په تړاو خواخوږي څرګنده کړې ده.
بهرنیو چارو وزارت په خپل اېکس لیکلي چې دوی دا پېښه په تلوسې او هیلې سره څاري او هیله لري چې د ایران ولسمشر او ټوله سپرلۍ وژغورل شي.
بهرنیو چارو وزارت وړاندې لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت په دغه سخت حالت کې د ایران د حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ دی اوهیله کوو چې یاده پېښه بدې پایلې ونه لري.
د یادونې وړ ده چې د ابراهیمي رییسي او نورو ایراني لوړپوړو چارواکو لېږدونکي الوتکه د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې سقوط شوې چې لا یې هېڅ ډول مالومات په لاس کې نشته

اړوند خبرونه