ډېر لوستل شوي

رییس الوزرا ملا محمدحسن اخند د ایران د ولسمشر پر مړینې خواخوږي څرګنده کړه

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمدحسن اخند د ایران د ولسمشر پر مړینې خواخوږي څرګنده کړې او یاده پېښه یې زړه بوږنوونکې یاده کړې ده.

ارګ نن(دوشنبه، غوایي ۳۱مه) په خپل اېکس د خواخوږۍ دغه پیغام خپور کړی دی.

په دغه پیغام کې وړاندې راغلي: موږ د ایران اسلامي جمهوریت او ایراني ولس سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼو، د ټولو قربانيانو کورنیو او د ایران ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.

په دې پیغام کې وړاندې ویل شوي چې اسلامي امارت او ټول افغانان پر دغه دردناکه پېښه له زړه ویرجن شوي. د یادونې وړ ده چې د ایران ولسشمر، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو پرون(یکشنبه، غوایي ۳۰مه)  د یوې الوتکې په سقوط کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

اړوند خبرونه