د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره کتلي دي.
بهرنیو چارو وزارت نن(دوشنبه، غوایي ۳۱مه) په خپل اېکس ددې لیدنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د ایران اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکتر سيد ابراهيم ریيسي د چورلکې د غورځيدو په مناسبت نوموړي سره د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو د خواخوږۍ پیغام شریک کړی او د پېښې قربانیانو ته د یې دعا کړې ده.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي متقي له افغانستان سره د سیمه ییزو همکاریو په پراختیا کې د ایران رول ارزښتناک بللی.
کابل کې د ایران سفیر ښاغلي قمي د افغانستان د حکومت او خلکو د تسلیت له پیغام څخه مننه کړې. د نوموړي په وینا چې دوی د پېښې په لومړیو شېبو کې د افغانستان د حکومت او خلکو د تسلیت پیغام ترلاسه کړ. په پای کې ښاغلي قمي د کابل او تهران اړیکې غوره وبللې. د نوموړي په قول چې د پېښې د قربانیانو د جنازې او خاورو ته د سپارلو له مراسمو به افغان حکومت خبروي.