د ټرانسپورټ وزارت مسوولینو ویلي چې د ترکیې نړېوال هوایي شرکت ترکش ایرلاین تر دوه کلن ځنډ وروسته نن (سه شنبه، غبرګولي لومړۍ) بېرته کابل ته خپل پروزاونه پیل کړی دي.
د ټرانسپورټ وزارت مسوولینو زیاته کړې چې دغه نړیوال هوایي شرکت به تر دې وروسته د کابل-استانبول ترمنځ په اونۍ کې څلور پروازونه ترسره کوي.
اقتصادي شنونکي په دې اند دي چې هېواد ته د نړیوالو هوایي شرکتونو تګ راتګ د صادراتو او وارداتو په کچه کې د زیاتوالی راوستلی شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه یو شمېر ایراني، عربي او د نورو هېوادونو نړیوالو هوایي شرکتونو هم افغانستان سره الوتنې عادي کړې وې.