ډېر لوستل شوي

یوه میاشت کې د ۱۹ زرو کډوالو او زیانمنو کورنیو لاسنیوی شوی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۲۵ بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۹ زره ۹۷ بې ځایه شویو او زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې شوې ده.

دې وزارت ویلي چې دا مرستې په ننګرهار، تخار، سرپل، بامیان، هرات، فاریاب، لوګر، غور، پکتیکا، بلخ، کندهار، کندز، میدان وردګ، جوزجان، کابل، بغلان، غزني، بادغیس، بدخشان، پروان، پکتیا، هلمند، خوست او سمنګان کې د یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسسو په همکارۍ له بې ځایه شویو، راستنېدونکو، معلولینو او زیانمن شویو کورنیو سره شوې دي.

ویل کیږي چې په دغو مرستو کې خوراکي او ناخوراکي توکي شامل دي.

اړوند خبرونه