د افغانستان اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن آخند په یوه حکم کې ویلي، چې له افغان سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره دې مالیې وزارت افغاني او ډالري حسابونه پرانیزي. وړاندې ویل شوي چې په دې سره به د مرستو د وېش یو روڼ ادرس رامنځته شي. د دغه حکم له مخې به راټولې شوې مرستې د کور او ښار جوړولو وزارت تر مشرۍ لاندې د یو شمير وزارتونو په غړيتوب د يوې کمېټې له لارې د رياستالوزرا مقام له لارښوونې څخه وروسته د تدارکاتي، بودجوي، تخصيصاتي او تادياتي مراحلو پرته په یادو برخو کې ولګول شي.
وړاندې له هېوادوالو او ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتل شوي چې له دغه ادرس څخه دې سېلاب ځپلو ته خپلې مرستې ورسول شي.