ډېر لوستل شوي

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی ایران ته روان شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی نن(چهارشنبه، غبرګولي دویمه) سهار د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د ایران پلازمېنې تهران ته روان شو.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم ددې پلاوي برخه دی.

یاد پلاوی به د ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ ددې هېواد مسوولینو، د قربانیانو کورنیو او د ایران ولس ته د اسلامي امارت او افغانانو په استازولۍ د تسلیت مراتب وړاندې کړي. د ابراهیم رئیسي لومړۍ جنازه په تبریز دویمه یې په قم ، تهران او سبا پنجشنبه به یې وروستۍ جنازه په خپل پلرني ټاټوبي مشهد ښار کې تر سره او خاورو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه