د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایرلېنډ جمهوریت، ناروې او هسپانیې شاهي دولتونو له لوري د فلسطین رسمیت پېژندنه ستایلې ده.
بهرنیو چارو وزارت په خپل اېکس نن سهار(جمعه، غبرګولي څلورمه) ددې پرېکړې هرکلی کړی.
بهرنیو چارو وزارت وړاندې لیکلي: دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې صهیونيستي اشغال د فلسطین پر تاریخي خاوره د تېري تر څنګ په غزه کې د فلسطیني ملت د ټولوژنې په جنگي جنايت د ډيموگرافيک بدلون هڅه کوي.
وړاندې راځي چې فلسطینۍ خاوره د فلسطینی ولس روا حق او د صهیونستانو له خوا هلته روانه نسل وژنه سیمه کې د بې ثباتۍ اصلي سبب دی.
اسلامي امارت بیاځلي ټینګار کړی چې د فلسطین روان ناورین دې پای ته ورسیږي او اسلامي هېوادونه دې یې پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي