ډېر لوستل شوي

غزني کې د زردالو بند تخنیکي چارې پیلیږي

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې په دې ولایت کې د اوبه‌ییزو سرچینو په تړاو خبرې اترې کړي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د قره باغ ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د زردالو بند تخنیکي سروې به په نږدې راتلونکي کې د دغه وزارت د انجنیرانو له لوري پیل شي.

ښاغلي منصور زیاته کړې چې ددې بند عملي چارې به د وزارت امکاناتو ته په کتو پیل شي.

زردالو بند د قره باغ ولسوالۍ د کرنیزو ځمکو په خړوبولو او تر ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې مهم بلل کیږي.

اړوند خبرونه