ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره لیدلي

.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن لیدلي.
د بهرنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن شپه(شنبه، غبرګولي ۱۲مه) ددې ناستې خبر ورکړی دی. نیکلاسن د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د استازو پر ګډون ټینګار کړی دی. نوموړي همداراز خپلې ملاحظې د بهرنیو چارو له وزیر سره شریکې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي چې اسلامي امارت د دوحې په درېیمه ناسته کې د خپل ګډون څرنګوالي څېړي او په اړه به یې وروسته دریځ په ډاګه کړي.
ښاغلي متقي زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او د دوحې درېیمه ناسته کې بامعنا ګډون غواړي.
د ویلو ده چې اسلامي امارت تر دې دمخه هم د دوحې په ناستو کې له سمبولیک ګډون څخه ډډه کړې ده

اړوند خبرونه