د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې په دې ولایت کې د منارجام څلي د استحکاماتو چارې پیل کېدونکې دي.
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو هم دې ولایت ته د دغه څلي د ارزونې په موخه یو پلاوی استولی و.
مسوولینو ددې څلي د استحکاماتو د چارو دقیقه نېټه نه ده په ډاګه کړې.
هېواد کې وروستیو اورښتونو د مالي او ځاني زیانونو ترڅنګ یو شمېر تاریخي ابدو ته هم زیانونه اړولي دي. راپورونه کاږي چې منارجام زیانمن شوی او بیارغونې ته اړتیا لري.
منار جام د هېواد له تاریخي اثارو څخه شمېرل کیږي چې لرغونتیا یې ۸۰۰ کالو ته رسیږي او د اسیسکو په نوملړ کې هم شامل دی