ډېر لوستل شوي

پنجشېر کې څه باندې ۳ زره قیراطه زمرد پلورل شوي

په پنجشېر کې د شاوخوا ۱۴۳ زره ډالرو په ارزښت څه باندې ۳ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري ویلي چې یاد ۳ زره ۲۱۵ قيراطه زمرد یې پر کورنیو سوداګرو پلورلي دي.
دغه زمرد د ۱۴۳ زره ۵۶۰ ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه هم زرګونه قیراطه زمرد د ازادې داوطلبۍ له لارې پر سوداګرو پلورل شوي وو

اړوند خبرونه