ډېر لوستل شوي

میدان وردګو کې د قره قل بند جوړیږي

د اوبو او برښنا وزارت مسوولینو ویلي چې په میدان وردګو کې یې د قره قل بند د جوړولو هوډ کړی دی.
د اوبو ددې ذخیروي بند ټول مالي لګښت ۷،۳ میلیونه افغانۍ دی. یاد بند د میدان وردګو بهسود ولسوالۍ مرکز کې جوړیږي.

د سرچېنې د مالوماتو له مخې دا بند د ۷ متره لوړوالي او ۸۴ مترو په اوږدوالي سره کولی شي ۷۰ زره متر مکعب اوبه ذخېره کړي.
ویل کیږي چې ددې بند په جوړېدو سره به د بهسودو ولسوالۍ اوبه مهار او د کرنیزو ځمکو لپاره به د ګټې اخیستنې وړ وګرځي.
تر دې دمخه هم د میدان وردګو ولایت په ۵ ولسوالیو کې، ۵ ذخیروي بندونه جوړ شوي دي

اړوند خبرونه