د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بې ساري اقدام کې د افغانستان د اسلامي امارت پر څو لوړ پوړو مشرانو د سفر بندیزونه پای ته رسولي دي.
د یاد اقدام له مخې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د استخباراتو لوی ریاست رئیس ملا عبدالحق وثیق او د حج او اوقافو وزارت پر سرپرست وزیر مولوي نور محمد ثاقب د سفر بندیزونه پای ته رسیدلي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بندیزونو کمیټې د اسلامي امارت پر دغو لوړ پوړو مشرانو د سفر بندیز معافیت سعودي عربستان ته د حج د اداینې په موخه استولی دی.
د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ عربي اماراتو ته هم تللی و