د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د سن پټرزبورګ ۲۷ نړېوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د روسیې د کار وزیر انتون کوتیاکوف ته
روسیې ته د افغان کارګرو د لېږد طرحه سپارلې ده.
ښاغلي عمري له روسي سیال سره د افغان کارګرو پر وضعیت خبرې کړي دي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ماهرو او نیمه ماهرو افغان کارګرو پر لېږد او د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو د ظرفیت پرلوړونې خبرې اترې شوي دي. ورته مهال افغان حکومت هڅه کوي، په کور دننه افغان ځوانانو ته د کار زمېنې ومومي.