ډېر لوستل شوي

روسي چارواکی: اسلامي امارت باید د یوه واقعیت په توګه ومنو

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر الکساندر پانکین د سنټ پټرزبورګ نړېوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې ویلي، چې اسلامي امارت د ټول افغانستان واک په خپل لاس کې لري. ښاغلي پانکین زیاته کړې چې دوی تر زیات له اسلامي امارت سره د اړیکو انتظار نه شي کولی.

دغه روسي ډېپلوماټ ویلي، راځئ د افغانستان سرپرست حکومت د افغانستان حکومت وبولو  او اړیکې ورسره پراخې کړو.

د ویلو ده چې تر دې دمخه د یاد هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ویلي و چې اسلامي امارت یو واقعیت دی او باید هېوادونه ورسره ښکېلتیا ته راودانګي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کار او ټولنيزو چارو وزير د دې اقتصادي غونډې په څنډه کې د روسيې د کار او ټولنيز امنيت له وزير سره د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو د پراختيا په تړاو خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه