د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب په سعودي عربستان کې د حج په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمې بلنه مکه مکرمه کې د حج په تړاو جوړ شوي (٤٨)ام نړیوال کنفرانس کې برخه اخیستې ده.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پرون شپه(دوشنبه، غبرګولي ۲۱مه) په خپل اېکس د یاد کنفرانس خبر ورکړی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وړاندې ویلي چې دغه کنفرانس د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو د اسلامي امت مشهورو علماوو، پوهانو او دولتي مسولینو په ګډون هر کال د اسلامي هېوادونو د علماوو د نظرونو شریکولو په موخه جوړیږي.