د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم د فدراتیف روسیې د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو دویمې نړیوالې ناستې ته په خبرو کې ددې ناستې له غړو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره په علمي ډګر کې د ګډو همکاریو هوکړې لاسلیک کړي.
ښاغلي ندیم ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هېواد د سیاسي، اقتصادي او نورو برخو تر څنګ په تحصیلي ډګر کې هم د پام وړ پرمختګ کړی. نوموړي ویلي چې افغان حکومت په ښوونیز بهیر کې له سیمې او نړۍ سره سیالۍ ته ژمن دی.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر وړاندې ویلي چې افغانستان تل د نورو هېوادنو له لوري تر یرغلونو لاندې راغلی دی. ښاغلي ندیم زیاته کړې چې افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او له نورو هېوادونو هم د ورته چلند هیله لري.
د ویلو ده چې د فدراتیف روسیې د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو نړیواله ناسته هرکال په تاتارستان کې جوړیږي چې د ګڼو هېوادونو چارواکي ورته رابلل کیږي