کندهاري ځوانانو په یوه بې ساري اقدام کې ۵۰۰۰۰ سي سي وینه راټوله کړې ده.
اوسمهال کندهار کې د وینې د سرطان ۱۸۰۰ ناروغان شته چې د وینې له کمښت سره مخ دي.
د میرویس حوزوي روغتون د ویني بانک چارو مشر محمد ابراهیم ویلي چې دې روغتون ته د وینې د سرطان ناروغانو ترڅنګ د ټرافیکي پېښو ټپیان او امیندوراه مېرمنې راوړل کیږي چې د ویني له کمښت سره مخ وي.
د وینې ټولونې ددې کمپاین مشر له ټولو ځوانانو غوښتنه کړې چې د هېواد د روغتیایي سکټور په بډاینه کې دې برخه واخلي