ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزارت: د افغانستان د ملي حاکمیت د نقض احتمال ناسنجیده کړنه ده

ملي دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د نوموړي څرګندونې یې د دواړو هېوادونو په زیان بللي دي.
ملي دفاع وزارت بېګاه شپه(جمعه، چنګاښ اتمه) د پاکستاني دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونو ته غبرګون ښودلی.
ملي دفاع وزارت وړاندې لیکلي: (( د افغانستان د ملي حاکميت د نقض د احتمال په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو هڅه ده چې د هېچا په ګټه نه ده.))
ملي دفاع وزارت د پاکستان له رهبرۍ غړو غوښتي چې په ورته حساسو موضوعاتو چاته د څرګندونو اجازه ورنه کړي.
ملي دفاع وزارت لیکلي چې که څوک په هره بهانه زموږ پر حریم تېری کوي نو مسوولیت به یې په خپله غاړه وي.
دفاع وزارت څرګنده کړې چې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د بل هېواد پر وړاندې د خپلې خاوره نه کارونه ده.
د ویلو ده چې افغان حکومت تل د پاکستاني لوري هغه ادعاوې رد کړي چې ګوندې پاکستاني طالبان په افغان خاوره کې مېشت دي

اړوند خبرونه