د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، په حکم د یو شمېر وزارتونو او ادارو په غړو کې ادلون بدلون راغلی دی.
د افغانستان بانک مخکنی سرپرست ملا هدایت الله بدري، د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه، د افغاني سرې میاشتې مخکنی مرستیال ملا نورالدین ترابي، د پېښو په وړاندي د مبارزې ملي ادارې دسرپرست په توګه، د کانونو او پټرولیم وزارت مخکنی سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکنی سرپرست مولوي مطیع الحق خالص، د چاپیریال ساتني ادارې د سرپرست په حیث، د افغانستان بانک مخکنی لومړی مرستیال نور احمد اغا د افغانستان بانک د سرپرست په توګه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو مخکنی مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال په توګه، د استخباراتو عمومي ریاست د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکنی رییس مولوي احمدالله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو د مرستیال په توګه، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مخکنی سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مخکنی مرستیال ملا سعدالدین د چاپيریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم په تېر کې هم د یو شمېر چارواکو دندې تغییرې شوې وې