د کانونو او پټرولیم وزارت پخواني وزیر شیخ شهاب الدین دلاور ویلي چې د نظام بنسټ پر اطاعت پیل شوی دی.
نوموړي دا خبرې د کانونو او پټرولیم وزارت د نوي وزیر ملا هدایت الله بدري په پېژندغونډه کې کړي.
شیخ دلاور وړاندې زیاته کړې، چې په هر دول حالاتو کې به اطاعت کوي او لبیک به وایي. د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره د افغانستان بانک رییس ملا هدایت الله بدري وټاکل شو. همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې د ټولنې د رییس په توګه ګومارل شوی.