ډېر لوستل شوي

پوتین او مودي: افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه هر اړخیزه او اغېزناکه ده

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر کتنې وروسته په ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه اغېزناکه او هراړخیزه بللې ده.

د روسي رسنیو له قوله، دې اعلامیه کې هندي او روسي سیالانو د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرې کړي او د افغانستان اوسنۍ واکمني یې د یوه خپلواک دولت په توګه ګڼلې ده.

یاده اعلامیه کې راغلي چې نرېندرا مودي ۲۰۲۵ کال کې پوتین ته بلنه ورکړې؛ تر څو هند ته ورشي.

د یادونې وړ ده چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د روسیې ـ اوکراین تر جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره مسکو ته سفر کړی.

اړوند خبرونه