د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن(چهارشنبه، چنګاښ شلمه) په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
ملي دفاع وزارت په خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی دی.
ملي دفاع وزیر په دې ناسته کې د جاپان له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو پالنه غواړي.
د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایاد سرتاسري امنیت او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د کړنو ستاینه کړې.
نوموړي ویلي: جاپان د افغانستان له خلکو سره د روغتیا، کرنې، زده کړو او نورو برخو کې خپلو همکاریو ته ژمن دی.
د یادونې وړ ده چې جاپان په دې وروستیو کې له افغان کروندګرو سره د بدیل کښت په پار ۱۰ میلیونه ډالره مرسته هم اعلان کړې ده