ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي: اسلامي امارت له ریاض سره اړیکو پراخولو ته لېواله دی

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل نن ماسپښین(پنجشنبه، چنګاښ ۲۱مه) په خپل اېکس د افغانستان لپاره د سعودي عربستان د سفیر فیصل بن طلق البقمي سره د مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.
دې ناسته کې د افغانستان او سعودي عربستان پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې شوي دي.
د افغانستان لپاره د سعودي عربستان استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او ژورو اړیکو یادونه کړې.
فیصل بن طلق البقمي ژمنه کړې چې افغانانو سره به بشري مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي همدارنګه د امنیت ټینګښت او د نشه یي توکو پر وړاندې د افغان حکومت کړنې ستایلي دي.
ورته مهال د بهرنیو چارو وزیر په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د شویو پرمخګتونو په تړاو د سعودي عربستان سفیر ته مالومات ورکړي.
مولوي امیر خان متقي وړاندې ویلي: ښکاري چې افغانستان حکومت سره د نړیوالو اړیکو پراختیا په برخه کې لېوالتیا مخ پر زیاتېدو ده.

اړوند خبرونه