د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د پانګونې بین الوزارتي نوبتي غونډه کې ننګرهار کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې تاییدې شوي دي.
ارګ نن مازیګر(شنبه، چنګاښ ۲۳مه) په خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی دی.
دې غونډه کې د ننګرهار په حصار شاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ بلل شوي.
په دغو ښارګوټو کې به ۴۰ – ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا چمتو او همدارنګه به پر یو شمېر نورو پروژو پانګونه وشي.
په دغه غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري په کابل او کندهار ولایتونو کې د معیاري نخاس او مسلخونو د جوړولو پر وړاندې شوې طرحې هم بحث شوی دی.
د یادو طرحو په تړاو کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د دې طرحو تخنیکي مسایل وڅېړي او خپل راپور د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي