د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر ټاکنیز نوماند او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وسله وال برید وروسته ویلي چې امریکا دې اوکراین ته د وسلو د لېږد پر ځای په خپل هېواد کې امنیت ټینګ کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پر ډونالډ ټرمپ له برید څو ساعته وروسته ویلي چې واشنګټن باید د کرکې خپرولو له پالیسۍ لاس په سر شي.
نوموړې زیاته کړې: اوکراین ته د ملاتړ په پیسو امریکا باید پر خپلو پولیسو او د نورو چوپړونو پر ملاتړ یاده بسپنه ولګي، تر څو هلته امنیت او قانون تامین شي. د یادونې وړ ده چې ډونالډ ټرمپ پرون ماښام یوې غونډې ته د وینا پر مهال د وسله وال برید ښکار شو. ټرمپ له دې برید ه روغ وتی خو د بریدګر په ګډون دوه تنه مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي.