د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د نوي حکم له مخې، هېڅوک حق نه لري چې د دولتي ودانیو له استوګنې ګټه پورته کړي.
د (۵۷۵۹) ګڼې تازه حکم له پلوه، له دولتي ادارو، وزارتونو او ودانیو شخصي ګټه اخیستنه منع ده.
هغه کسان چې لا هم په دولتي ادارو کې استوګن دي، نورو ځایونو ته یې د لېږد سپارښتنه شوې.
په دې حکم کې ویل شوي چې له دولتي ادارو دې یوازې د رسمي چارو د پرمخ بیولو په موخه ګټه واخیستل شي.