د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د تیرې ادارې له ګڼ شمېر والیانو سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن(سه شنبه، چنګاښ ۲۶مه) په خپل اېکس ددې کتنې خبر ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په لړ کې هېواد کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې د آرام، ډاډمن او پتمن ژوند په تېرولو خوښي ښودلې او همدارنګه یې د ولس او حکومت پر باور او نږدې اړیکو بحث کړی.
ښاغلي متقي دغه راز په ټولو بهرمېشتو هېوادوالو غږ کړی چې خپل هېواد ته راستانه شي؛ تر څو دلته د عزت او سکون ژوند تېر کړي.
بل پلو، د تېرې ادارې والیانو هم هېواد کې له شته وضعیت خوښي ښودلې، د پرمختګونو د دوام غوښتنه یې کړې او همدارنګه یې له افغان حکومت سره د هراړخیزې همکارۍ ژمنې هم کړې دي. د یادونې وړ ده چې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په مټ اوسمهال د تېرې ادارې سلګونه اداري او نظامي کارکوونکي هېواد ته راستانه شوي او د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوي دي.