د ارزګان مسوولینو د ګېزاب ولسوالۍ په هندوګک سیمه کې د ګېزاب پل د پاتې چارو د پیل خبر ورکړی دی.
دا پل به د ۲۹ میلیونو افغانیو په لګښت د هلمند پر سیند ورغول شي.
یاد پل، ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۹ متره سور لري. ویل کیږي چې ددې پله ۵۰ سلنه چارې د تېرې ادارې پر مهال بشپړې شوې وې.