د ازموینې ملي ادارې نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې پایلې به سبا (یکشنبه، چنګاښ ۳۱مه) د کابل پر وخت لس بجې اعلان شي.
د ویلو ده چې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه په پینځو مرحلو کې اخیستل شوې چې تر سلو زرو زیاتو زده کوونکو پکې برخه اخیستې وه.
د ازموینې ملي ادارې د سږني کانکور د روڼتیا ډاډ ورکړی.