د ازموینو ملي ادارې نن (یکشنبه، د چنګاښ په ۳۱مه) د۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.
دغې ادارې اعلان کړی چې د کابل ولایت اوسېدونکی اتل خان رحیم زوی ۳۵۹.۶۱نمرو په ترلاسه کولو سره د سږني عمومي کانکور اول نمره او د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی. بلخوا د بلخ ولایت اوسېدونکی سید حامد هاشمي د ۳۵۷،۷۱نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او د فراه ولایت اوسېدونکی شفیع الله ۳۵۷.۲۵نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم، د لغمان ولایت اوسېدونکی ارشاد احمد د ۳۵۷،۱۵ له نمرو سره څلورم او د هرات ولایت اوسېدونکی صفي الله مهاجر د ۳۵۵،۹۲ نمرو په ترلاسه کولو سره پنځم نمره شوی دی.