ډېر لوستل شوي

مولوي محمد یعقوب مجاهد: پر هوایي حریم به بشپړ برلاسي شو

نن(پنجشنبه، زمري ۴مه) د کورنیو چارو وزارت په تالار کې د کوچني او لوی اخترونو او د محرم الحرام په ورځو کې په هېواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت په تکل د امنیتي او دفاعي ځواکونو معنوی او مادي ستاینغونډه ترسره شوې.
په دغه غونډه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو عمومي ریاست رییس مولوي عبدالحق وثیق او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ګڼ شمېر مسوولینو برخه اخیستې وه.
د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد غونډې ته په خپله وینا کې ویلي: لکه څنګه چې پر ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ حاکمیت لرو په لنډ وخت کې به په هوایي حریم هم حاکمیت ترلاسه کړو. ښاغلي مجاهد زیاته کړې، که هر څوک زموږ خاورې ته په بې احترامۍ ګوري نو له شته امکاناتو څخه په ګټې خپل غبرګون ښیو، موږ د هیچا فرمایشونه نه منو، یوازې د خپل امیر اطاعت کوو.

اړوند خبرونه