ډېر لوستل شوي

خلیفه سراج الدین حقاني: نامسووله کسان د وسلو ګرځولو حق نه لري

خلیفه سراج الدین حقاني نن(پنجشنبه، زمري ۴مه) د کورنیو چارو وزارت په تالار کې د کوچني او لوی اخترونو او د محرم الحرام په ورځو کې په هېواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت په تکل د امنیتي او دفاعي ځواکونو معنوی او مادي ستاینغونډه کې ویلي: له مسولو کسانو پرته هیڅوک حق نه لري، چې بې جوازه وسلې وګرځوي او نور پرې وګواښي.
خلیفه سراج‌الدین حقاني همدارنګه دې غونډه کې افغان ولس او کابل کې مېشتو سفارتونو، سیاسي استازولیو او موسساتو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی.
دغه راز نوموړي له نړیوالو غوښتنه کړې، چې د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه د پولیسو په مسلکيتوب او سمبالښت کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

اړوند خبرونه