د احصايې او معلوماتو ملي ادارې مسوولینو ویلي چې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په چنګاښ میاشت کې کابل کې ۱۳ زره او ۸۶۰ کسانو ته زېږون کارتونه وېشلي دي.
یاد ریاست همدارنګه په کابل ښار کې تېره میاشت ۴زره او ۶۲۱ هېوادوالو ته د نویو او مثنی تذکرو د وېش او کاغذي تذکرو د لغوه کولو، ۷ زره او ۸۴۷ تنو ته د کاغذي تذکرې د تایید خدمتونه او ۳ زره او ۳۲ نورو کسانو ته د تذکرو اړوند غیرحضوري خدمتونه هم وړاندې کړي دي.
د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع ویلي، د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په چنګاښ میاشت کې ۱۰ زره او ۹۳۰ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو د راوستو خدمتونه وړاندې کړي او د دې ترڅنګ ۳۱۵ نورو کسانو ته یې د مړینې پارچې هم وېشلي دي.