ډېر لوستل شوي

د افغان حکومت پلاوي ته جاپان ته د تګ بلنه ورکړل شوې

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن(دوشنبه، زمري اتمه ) په خپل اېکس د ساسکوا بنسټ مشر ایتسو اداچي او د یوناما پخواني رییس تادا میچي یاماموتو سره کتلي دي.
په دې کتنه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو او هر اړخیزو همکاریو خبرې اترې شوي دي.
ښاغلي اداچي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په پار د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ته جاپان ته د تګ رسمي بلنه ورکړې ده.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي یاد پلاوي ته د دوحې د درېیمې ناستې په تړاو مالومات ورکړي دي. ښاغلي متقي همدارنګه د جاپان له مرستو مننه کړې. بهرنیو چارو وزیر د دوحې درېیمه ناسته بریالۍ بللې او همداراز یې پلاوي ته له نورو هېوادونو سره د د اسلامي امارت بهرنی سیاست هم شرحه کړی.

اړوند خبرونه