د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپل رسمي اېکس د یوې اعلامیې په خپرولو د حماس سیاسي دفتر د مشر اسماعيل هنیه شهادت په غبرګون کې ویلي چې د صهیونستاتو پرلپسې جنایتونه له شک پرته سیمه کې ناخوالې او بې ثباتي زیاتوي.
افغان حکومت یوځل بیا له اغېزناکو لوریو په ځانګړي ډول اسلامي او عربي نړۍ څخه غوښتنه کړې چې د صهیونیستي رژیم د یرغل او وحشتونو په مخنیوي کې خپله ټوله هڅه وکړي.
د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د شهید هنیه کورنۍ او فلسطیني مجاهدینو ته ډاډګېرنه ورکړل شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې اسلامي امارت د فلسطين له سپېڅلي خاورې د حماس اسلامي غورځنگ دفاع اسلامي او انساني وجيبه گڼي او د يرغلگر صهيونيستي رژيم وحشتونه، بمبارونه او د فلسطیني مسلمانانو نسل وژنه په کلکو ټکو غندي او بشري جنايت يې بولي.
اعلامیه کې د اسماعیل هنیه شهادت د اسلامي امت او د جهادي کاروان لپاره لویه ضایع بلل شوې ده.
یاده دې شي چې د حماس سیاسي دفتر مشر بېګاه شپه په تهران کې د یو توغندي په وسیله په شهادت رسېدلی دی.